13/10/2026
ملې پانګوالوته مهم خبر
د ولایتونو د کټګوریو له مخې د صنعتي پارکونو د ځمکو بیې ټاکل شوې دي.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د لومړۍ کټګورۍ ولایتونو لپاره د صنعتي پارکونو د هر متر مربع ځمکې بیه 150 افغانۍ، د دویمې کټګورۍ لپاره 100 افغانۍ او د درېیمې کټګورۍ لپاره 50 افغانۍ ټاکل شوې ده.