15/02/2024
میاشتئنۍ معلوماتي اعلامیه
په تیره یوه میاشت کې د اونیزو پروګرامونو تر څنګ څینې نورې سرګرمیانې هم تر سره شوي. ګران ورور ګل محمد همدرد څو ځلې مختلفو کلاسونو ته د تدریس تر څنګ د زده کوونکو سره خپلې تجربې شریکې او د زده کړې اړوند لارښونې وکړي. د نبراسکا ښوونیز مرکز ادارې د PTC غړو هر یو مولانا شاه محمد صاحب، حاجي سلام صاحب، د قدر وړ نور الهې صاحب او استاد ګل افضل صاحب د زده ادارې څخه لیدنه وکړه.
د تیرې میاشتې په اوږدو کې ګران ورور رشید طوطا خیل هم د نبراسکا ښونیز مرکز څخه لیدنه وکړه او د همکارۍ ډاډ یې راکړ.
همدا راز مولوي عتیق صاحب، ګران ورور عبدالقدیر صاحب هم د نبراسکا ښوونیز مرکز د زده کوونکو مشکلات او خواهشات مستقیمأ له زده کوونکو څخه واوریدل او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ او د والدینو، استاد، کتاب، او درسي مرکز د ادب په پار یې هڅونه وکړه.
د تیر په څیر مو د تیرې میاشتې د اوونیزو پروګرامونو په درشل کې زده کوونکي په غوره انعاماتو ونازول تر څو د لوړ مرام سره خپل هدف ته د رسیدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
نبراسکا نالج هاوس تل د نوښتونو په رامنځ ته کولو سره زده کوونکو او ټولنې ته په علمي ډګر کې د یو نوي روح او غوره علمي احساس ورکولو هڅه کوي.
د نبراسکا نالج هاوس سره په یو ځای کیدو د خپلو ماشومانو مستقبل ته مثبت تغیر ورکولای شی.