Ishaq Engineering Consultants

Website

Ishaq Engineering Consultants Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ishaq Engineering Consultants, khushal khan mena, Kabul.

Senior Structural Engineer, MSc holder
“Specialist in the study of seismology.” ما بالاترین سطح خدمات طراحی یکپارچه و نظارت مهندسی را با استفاده از بالاترین استانداردهای طراحی و نوآوری های علمی ارائه می دهیم

22/09/2026

Bin ghati

22/09/2026

Structural engineer

یوه پوښتنه: که موږ Basement ونه لرو، نو د بنسټونو او فُوټینګونو د ډیزاین پر مهال، ایا د بنسټونو پر شاوخوا د خاورې فشار ه...
22/09/2026

یوه پوښتنه: که موږ Basement ونه لرو، نو د بنسټونو او فُوټینګونو د ډیزاین پر مهال، ایا د بنسټونو پر شاوخوا د خاورې فشار هم په پام کې نیسو، که نه؟

ستاسو په نظر په دې اړه موضوع څنګه ده؟ او په کوم حالت کې باید د خاورې اغېز په ډیزاین کې شامل شي؟

Eng.ishaq

زما په اند دا طریقه مناسبه نه ده؛ ځکه چې د هر ډول افقي قوې تر اغېز لاندې به د دواړو موادو ترمنځ جلاوالی یا ښویېدنه رامنځ...
20/09/2026

زما په اند دا طریقه مناسبه نه ده؛ ځکه چې د هر ډول افقي قوې تر اغېز لاندې به د دواړو موادو ترمنځ جلاوالی یا ښویېدنه رامنځته شي، او په پایله کې به دواړه مواد د اړتیا مطابق د یوه واحد عنصر په توګه عمل ونه کړي.

Eng.ishaq

د لومړۍ خبرې په اړه، ما د ډیزاین په هکله هېڅوک نه دي وېرولي، او ډګر په بشپړه توګه ستا پر مخ خلاص دی؛ هر ډول چې مناسب یې ...
20/09/2026

د لومړۍ خبرې په اړه، ما د ډیزاین په هکله هېڅوک نه دي وېرولي، او ډګر په بشپړه توګه ستا پر مخ خلاص دی؛ هر ډول چې مناسب یې بولې، هماغسې ډیزاین وکړه. خو زما هدف دا دی چې ته د هغه څه په اړه چې کوې، پوره پوهاوی ولرې، تر څو سبا داسې حیران نه شې چې یو څوک ستا ډیزاین واخلي، خپور یې کړي او پرې تشریح وکړي، یا بل انجینر ستا پروژه وڅېړي، تېروتنې پکې پیدا کړي او هغه د قراردادي یا مالک پر وړاندې مطرح کړي. یقیناً دا به ستا لپاره ښه او راحت حالت نه وي.

له همدې امله زه درته وایم: لومړی زده کړه وکړه، موضوع په ښه ډول درک کړه، په بېلګو او تمریني پروژو کې کار وکړه، او کله چې داسې کچې ته ورسېدې چې ستا سویه ښه شوه او پر خپل توان ډاډه شوې، بیا پروژو ته داخل شه او هر ډول چې غواړې ډیزاین وکړه؛ هېڅوک به دې مخه ونه نیسي.

ځکه په پای کې، که زه یو څه ووایم او یا بل انجینر بل څه ووایي، ته به بیا هم ډیزاین کوې. داسې انجینران هم شته چې د خپلو پروژو له ځینو تېروتنو سره سره ډیزاین کوي. خو پوښتنه دا ده چې دا تېروتنې کله په ریښتینې ستونزه بدلېږي؟ کله چې مثلاً زلزله راشي، یا داسې شرایط رامنځته شي چې د ډیزاین کمزوري څرګنده کړي. که ډیزاین له تېروتنو سره وي او بیا یې اجرا کوونکی هم نورې تېروتنې ورزیاتې کړي، نو په پای کې کېدای شي ودانۍ له ډېر لوی خطر سره مخ شي او حتی د نړېدو تر حده ورسېږي.

او د دوهمې خبرې په اړه، ما په هېڅ پوسټ کې نه دي ویلي چې یوازې زه د ډیزاین په برخه کې پوهېږم، یا یوازې اسحاق ډیزاین کولی شي. که ته داسې کوم پوسټ وینې چې ما پکې دا خبره کړې وي، ماته یې وښیه، ځکه د دې په معنا هېڅ پوسټ نشته.

ډېر داسې انجینران شته چې د ډیزاین توان لري، او زه دا نه وایم چې یوازې زه پوهېږم. زما هدف دلته یوازې دا دی، وروره، چې تا ته لارښوونه وکړم، سمه لاره دروښیم او تېروتنې درته واضح کړم، تر څو له هغو څخه زده کړه وکړې او په راتلونکو پروژو کې یې بیا تکرار نه کړې. همدا ټول زما هدف دی.

Eng.ishaq

ستاسو په نظر، څه شی انسان دې ته اړ باسي چې داسې ځوابونه ورکړي؟ او کوم لاملونه دي چې یو انسان دې ته هڅوي چې په همدې ډول چ...
19/09/2026

ستاسو په نظر، څه شی انسان دې ته اړ باسي چې داسې ځوابونه ورکړي؟ او کوم لاملونه دي چې یو انسان دې ته هڅوي چې په همدې ډول چلند وکړي؟

غواړم په دې اړه ستاسو نظرونه او لیدلوري واورم.

څنګه کولای شو خپل دې ورور ته ځواب ورکړو؟Eng.ishaq
19/09/2026

څنګه کولای شو خپل دې ورور ته ځواب ورکړو؟

Eng.ishaq

19/09/2026

خبره به درته لنډه کړم: که یو تکړه Structural Engineer موجود نه وي چې ساختماني ډیزاین په سمه او مسلکي توګه ترسره کړي، نو دا به ډېره ستونزمنه وي چې موږ یو عالي معماري پلان، ښه داخلي ډیزاین او همدارنګه د MEP سیستمونو لکه برېښنا، میخانیکي او صحي کارونو لپاره منظم او مناسب ډیزاین ولرو.

ځکه ساختماني سیستم د ډېرو نورو تخصصونو بنسټ جوړوي؛ له معمارۍ او داخلي ډیزاین څخه نیولې، تر برېښنا، میخانیک، نلدوانى سیستمونو، د ودانۍ نما او د پروژې عمومي همغږۍ پورې ټول له Structural سره تړاو لري.

په ساختماني ډیزاین کې هره تېروتنه یا کمزوري کولای شي په مستقیم ډول پر نورو برخو اغېز وکړي. له همدې امله Structural Engineer باید د ډیزاین له لومړیو پړاوونو څخه د پروژې اساسي برخه وي، نه دا چې یوازې د ډیزاین په وروستۍ مرحله کې ورسره کار وشي.

Eng.ishaq

ایا په دې ساحو کې د څارنې لپاره انجینران شته؟یوه بله پوښتنه: ولې د Waffle Slab څخه استفاده شوې ده؟ د Ribs ابعاد څومره دي...
19/09/2026

ایا په دې ساحو کې د څارنې لپاره انجینران شته؟

یوه بله پوښتنه: ولې د Waffle Slab څخه استفاده شوې ده؟ د Ribs ابعاد څومره دي؟ آیا د خښتو ترمنځ تشې شته؟ او آیا Lintel Beam همداسې د دروازې له پاسه اجرا کېږي؟

په رښتیا، زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې به اپارتمان یا ویلا واخلم، مګر دا چې خپله یې ډیزاین او نقشه جوړه کړم، خپله یې نظارت وکړم او د اجرااتو مسؤلیت هم پر غاړه ولرم.

Eng.ishaq

16/09/2026

د اوسني وخت حالت:

إذا خَطَبَ الغنيُّ بناتِ قومٍ
رقصْنَ من المسرّةِ والبشائِرْ
ولو جاء الفقيرُ ولو تقيّاً
ذهَبْنَ إلى صلاةِ الاستخارَةْ!
عطَسَ الغنيُّ فقالَ مِمَّن حولَهُ
رَحِمَ الإلٰهُ حبيبَنا وأخانا
وأتى الفقيرُ بعطسةٍ فتاَفّفوا
مَنْ ذا الذي بزُكامِهِ آذانا!
إنّ الغنيَّ وإنْ تكلَّم بالخَطأ
قالوا أصَبتَ وصَدَّقوا ما قالا
وإذا الفقيرُ أصابَ قالوا كُلُّهم
أخطَأتَ يا هذا وقلتَ ضَلالا
إنّ الدراهمَ في المَجالسِ كُلّها
تَكسو الرِّجالَ مهابَةً وجَلالا
فهيَ اللسانُ لمَن أرادَ فصاحةً
وهيَ السلاحُ لمَن أرادَ قِتالا

Eng.ishaq

Address

Khushal Khan Mena
Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ishaq Engineering Consultants posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share