Mizan Etemad

Mizan Etemad Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Mizan Etemad, Construction Company, Kabul.

میزان اعتماد د ساختماني موادو لابراتوار
د کانکریټ، سمنټو، جغل خاوره سټیل او نورو ساختماني موادو معیاري ټېسټونه په دیجیټل او پر مختللی ماشینونو تر سره کوی
✔️ د کیفیت ضمانت
✔️ دقیق او معتبر راپورونه
✔️ د انجینرۍ معیارونو مطابق خدمات

میزان اعتماد د ساختماني موادو او جیوټکنیکل لابراتوارد کوتل خیرخانه سرک پروژې د کیفیت د تخنیکي کنټرول په لړ کې، زموږ مسلک...
10/09/2026

میزان اعتماد د ساختماني موادو او جیوټکنیکل لابراتوار

د کوتل خیرخانه سرک پروژې د کیفیت د تخنیکي کنټرول په لړ کې، زموږ مسلکي تخنیکي ټیم د پروژې په جویچه (Drain) کې د Field Density Test (FDT) ساحوي ازموینه ترسره کوي.

د FDT ازموینې په ترسره کولو سره د سرک د طبقې ساحوي کثافت (Field Density) او د ترلاسه شوي تراکم Degree of Compaction ارزونه کېږي، ترڅو د اجرا شوو موادو د تراکم کیفیت د پروژې له منظور شوو تخنیکي مشخصاتو او معیارونو سره مقایسه او تثبیت شي.

میزان اعتماد د دقیقو ازموینو، معیاري میتودونو او مسلکي تخنیکي خدمتونو له لارې د ساختماني پروژو د کیفیت د تأمین لپاره خپله ژمنتیا څرګندوي.

📍 آدرس: کابل، خوشحال خان، سپین کلی څلور لاری امام رضا کوڅه کور نمبر #۵۰
📞 اړیکه: 0798988063@

07/09/2026
د جیوتکنیکل تحقیقاتو او ساحوي سمپل‌ګیرۍ بهیرد میزان اعتماد ساختماني موادو لابراتوار مسلکي تخنیکي ټیم، د محترم ټولګټو وزا...
01/09/2026

د جیوتکنیکل تحقیقاتو او ساحوي سمپل‌ګیرۍ بهیر

د میزان اعتماد ساختماني موادو لابراتوار مسلکي تخنیکي ټیم، د محترم ټولګټو وزارت اړوند د سړک د پروژې په ساحه کې، د جبل‌السراج څخه تر سالنګ پورې د سړک د مسیر په اوږدو کې د جیوتکنیکل تحقیقاتو او د خاورې د تخنیکي نمونو اخیستلو چارې په معیاري، دقیق او مسلکي ډول ترسره کوي.

د دې تحقیقاتو موخه د مسیر د خاورې او ځمکنۍ طبقو د انجینري ځانګړتیاوو معلومول دي، ترڅو د سړک د ډیزاین او نورو اړینو تخنیکي محاسباتو لپاره دقیق او د باور وړ معلومات برابر شي.

میزان اعتماد ساختماني موادو لابراتوار
🧪 دقت | کیفیت | مسلکي خدمت

CBR (California Bearing Ratio) Test څه شی دی؟د CBR ټیست د خاورې او سړک د فرعي طبقو (Subgrade, Subbase, Base Course) د با...
18/08/2026

CBR (California Bearing Ratio) Test څه شی دی؟

د CBR ټیست د خاورې او سړک د فرعي طبقو (Subgrade, Subbase, Base Course) د بار وړلو ظرفیت معلومولو لپاره یو مهم جیوټخنیکي ازموینه ده. په دې ټیست کې د معیاري پسټون په وسیله پر خاوره فشار واردېږي او د خاورې مقاومت د معیاري کرش شوې ډبرې (Crushed Stone) له مقاومت سره پرتله کېږي.

د CBR ارزښت په سلنه (%) ښودل کېږي. هر څومره چې د CBR فیصدۍ اندازه لوړه وي، هومره خاوره یا مواد قوي او د بار وړلو وړتیا یې زیاته وي.

د CBR ټیست مهم استعمالونه:

* د سړک د ډیزاین لپاره
* د Subgrade کیفیت معلومولو لپاره
* د Base او Subbase طبقو ارزونې لپاره
* د سړک د ضخامت (Thickness) ټاکلو لپاره

د CBR عمومي ارزښتونه:

* ۰٪ – ۵٪ : کمزورې خاوره
* ۵٪ – ۱۰٪ : متوسطه خاوره
* ۱۰٪ – ۲۰٪ : ښه خاوره
* له ۲۰٪ پورته : قوي مواد

CBR ټیست د سړک جوړونې په پروژو کې یو اساسي او مهم کیفیتي ټیست دی چې د دوامدار او معیاري سړک په جوړولو کې مهم رول لري.

نن د میزان اعتماد ساختماني موادو او جیوتخنیک لابراتوار تخنیکي ټیم د خاورې د کیفیت ارزونې لپاره ساحوي او لابراتواري آزموی...
04/08/2026

نن د میزان اعتماد ساختماني موادو او جیوتخنیک لابراتوار تخنیکي ټیم د خاورې د کیفیت ارزونې لپاره ساحوي او لابراتواري آزموینې په بریالیتوب ترسره کړې.

Field Density Test (FDT) د پروژې په ساحه کې د خاورې د کمپکشن (Compaction) او ساحوي وچ کثافت (In-Situ Dry Density) د ارزونې لپاره ترسره شو، ترڅو د خاورې د تراکم کیفیت او د پروژې له تخنیکي مشخصاتو سره یې مطابقت تایید شي.

همدارنګه، په لابراتوار کې د Collapse Potential Test او Consolidation Test ترسره شول، ترڅو د خاورې د ناستې (Settlement)، فشردګۍ (Compressibility) او انجنیري چلند په دقیق ډول وارزول شي. د دغو آزموینو پایلې د بنسټونو د خوندي او اقتصادي ډیزاین لپاره مهم تخنیکي معلومات برابروي.

🔹 Field Density Test (FDT)
🔹 Collapse Potential Test
🔹 Consolidation Test
🔹 Geotechnical Investigation
🔹 Quality Control & Assurance

📌 "Accurate Soil Testing is the Foundation of Safe and Durable Structures."

📞 0798988063
📧 [email protected]

21/07/2026

نن د میزان اعتماد ساختماني موادو او جیوتخنیک لابراتوار کې د کانکریټ Mix Design Test په بریالیتوب ترسره شو.

دقیق میکس ډیزاین، لوړ کیفیت او باوري پایلې د هرې پیاوړې ودانۍ بنسټ جوړوي.

📞 0798988063
📧 [email protected]

📌 "Precision in Mix Design, Excellence in Construction."

20/07/2026

نن د میزان اعتماد ساختماني موادو او جیوتخنیک لابراتوار کې د تیږې د فشاري مقاومت (Stone Compressive Strength Test) آزموینه په بریالیتوب ترسره شوه.

دقیقې آزموینې، باوري پایلې، او د کیفیت تضمین د هرې پیاوړې ودانۍ بنسټ دی.

📞 0798988063
📧 [email protected]

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mizan Etemad posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share